د خېبرپښتونخوا بېلو سركاري محكمو افسرانو ترقۍ لپاره د سليكشن بورډ غونډه د فرورۍ په 6مه نېټه پیښور كښې راوبللې شوه

پېښور04 فروری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا بېلو سركاري محكمو افسرانو ترقۍ لپاره د سليكشن بورډ غونډه د فرورۍ په 6مه نېټه پیښور كښې رابللې شوې۔د غونډې مشري به د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري كوي۔په غونډه كښې به د 18 بېلو محكمو ګريډ 16 نه تر 19 افسرانو ته په بل ګريډ كښې د ترقۍ منظوري وركولې شي۔مراسله له مخې په غونډه كښې د سركاري ملازمينو لخوا دائر كړے شوو د دوو كيسونو آرډرز جاج به هم اخستلې شي۔