
لاهور 04 فروري (اے پي پي) په لبرټي د رابللو مقصد دا دے چې د پنجاب نه د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل په پنځمه فرورۍ كشمير ډے په موثره ډول رامخې ته كولې شي٬ وزيراعلي مريم نواز به د کشميريانو د خپلواكۍ حق له نړيوالې ورورلۍ او نړيوالې ميډيا له پېغام جاري كوي۔ دا خبره د پنجاب د كلتور او اطلاعات صوبائي وزيرې عظمي بخاري د نهې په ورځ په لبرټي مارکيټ كښې د پرېس كنفرنس په مهال وكړه ٬ دې ووئيل په كشمير ھغسې خبره نه كېږي څنګه چې كول پكار ده۔ دې ووئيل وزيراعليٰ پنجاب مريم نواز خپله كشميرۍ ده او جذبات ئې كشميريانو لپاره دي٬ د عكسونو د لارې په سولئيز ډول د كشمير مسئله د رامخې ته كولو هڅه شوې او په شا اوخوا ودانيو به د لائيټنګ كولو د لارې به دوي ته پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔ دې ووئيل د كشمير مقدمه نواز شريف په هر نړيوال فورم پورته كړې وه او نن به مريم نواز هم د كشمير په مسئله غږ پورته كوي