د جماعت اسلامي تر سېوري لاندې به سندھ كښې د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي

حېدرآباد 04 فروري (اے پي پي) د جماعت اسلامي سندھ تر سېوري لاندې د فرورۍ پنځمه نيټه به د كراچۍ نه تر كشمور ټوله صوبه كښې د كشمير يووالي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي۔ د جماعت اسلامي سندھ لخوا د جاري اعلاميه له مخې په دې لړ كښې ګرد سندھ كښې به د كشمير يووالې ورځ په لړ كښې لاريونونه٬ مظاهرې٬ د لاسونو زنځيرونه جوړولې او سېمينارز كولې شي كومو ته چې به د ګوند صوبائي او مركزي سره سره ځائي مشران وېنا كوي٬ جماعت اسلامي به په كشميريانو وروڼو په كېدونكو ظلمونو غلې نه كېښنې او په هر فورم به د كشميريانو د خپلواكۍ حق مطالبې له او په هندي ظلمونو غږ پورته كوي