جوهر آباد-د ايډيشنل ډپټي كمشنر(ريونيو)په مشرۍ كښې د كشمير يووالي ورځ په لړ كښې غونډه

جوهر آباد 04 جنوري (اے پي پي)د ايډيشنل ډپټي كمشنر(ريونيو)عبدالستار خان په مشرۍ كښې د كشمير يووالي ورځ په اړه د انتظامات جاج اغستو لپاره ډي سي آفس كمېټۍ روم كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې اسسټنټ كمشنر عثمان غني٬ډي اېس پي ذوالفقار نه علاوه د سوشل ويلفيئر بيت المال او د نورو اړوندو محكمو افسرانو ګډون وكوی۔غونډې ته ووئېل شول د كشمير يو والي ورځې په اړه ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړے شوے ۔ايډېشنل ډپټي كمشنر(ريونيو)عبدالستار خان ټولو اړوندو محكمو ته د كشمير يو والي ورځې دستورو كښې د بشپ ګډون او د ضروري اقدامات تاكيد وكړو۔