د فيصل آباد په شمول په ټولو ښارونو كښې به سبا د شورؤ په ورځ د كشمير يو والي ورځ لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 04 فروری (اے پی پی) د پخوانو رواياتو له مخې دا ځل به هم د فرورۍ 5 مه نېټه د فېصل آباد په شمول د ګرد هېواد په ټولو ښارونو كښې د كشمير يووالي ورځې په توګه په بشپړ ډول لمانځلې شي۔ د فېصل آباد ډويژن د څلورو واړو ضلعو فېصل آباد ٬ جھنګ ٬ ټوبه ټېك سنګھ او چنیوټ په شمول په ټولو صوبائي ٬ ډويژنل او سټي هېډ كوارټرز كښې به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد يۍ د نړيوالو قامونو پام د كشمير مسئلې حل پلو راګرځول دي۔ د كشمير ورځې په موقع به په وړو لويو ښارونو كښې د سياسي ٬ ديني ٬ مذهبي ٬ اولسي او سماجي تنظيمونو تر سېوري لاندې لاريونونه ويستلې شي او د لاسونو زنځيرونه به جوړولې شي۔ سبا د شورؤ ورځې پېل به خاص دعاګانو څه كېږي۔ سهار 10 بجې به د فېصل آباد په شمول ټولو ښارونو كښې سائرن غږولے شي٬ د كشمير شهيدانو ته به د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې او د هغوي كورنيو سره يووالي له يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيارولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده د كشمير يووالي ورځ په لړ كښې د فېصل آباد په شمول په ټولو لويو وړو ښارونو كښې بېنرې لګولې شوي په كومو چې ” د كشمير تر آزادۍ به جنګ روان وي ٬ كشمير به پاكستان جوړېږي” نعرې ليك دي