درې هېواديزه كركټ سيريز لپاره داخله وزارت په لاهور كښې د آرمي او رينجرز د تعيناتۍ منظوري وركړه

لاهور۔3 فروری(اے پی پی) د پاکستان، نیوزی لېنډ او ساؤتھ افریقا كركټ لوبډلو ترمينځه كېدونكي درې هېواديزه كركټ سيريز لپاره سخت امنيتي انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ داخله وزارت 5 څخه تر 10 فرورۍ په لاهور كښې د آرمي او رېنجرز تعيناتۍ منظوري وركړه۔ په لاهور كښې د كركټ مېچونو په مهال به د پاكستان آرمي او پاكستان رېنجرز پنجاب 1، 1 کمپنی تعينات وي۔ د 8 او 10 فرورۍ مېچونو به په قذافي سټيډيم لاهور كښې كولې شي۔ د پنجاب داخله محكمې وياند له مخې د پوليس په خواست وفاقي حكومت ته مراسله استولې شوې وه۔ په لاهور كښې د دوه مېچونو څخه وروستو د 12 او 14 فرورۍ مېچونه به كراچۍ كښې كولې شي