
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي جمرود كښې د پوليو مخنيوي په ډله د ډزو غندنه كولو سره ووئيل پوليس كانسټيبل عبدالخالق د وظيفې ترسره كولو په مهال د شهادت اعليٰ مرتبه ترلاسه كړې۔د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير محسن نقوي د ډزو په نتيجه كښې د پوليو مخنيوي ډلي حفاظت لپاره وظيفه ترسره كونكې پوليس كانسټيبل عبدالخالق په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي شهيد پوليس كانسټيبل عبدالخالق ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د شهيد پوليس كانسټيبل عبدالخالق كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل زمونږ د بچو سباؤن محفوظولو له د وظيفي ترسره كولو په مهال د شهيد شوي كانسټيبل عبدالخالق فرض شناسۍ ته سلام كوم