
اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د طاهر القادري احتجاج د تبصرې كولو جوګه نه دې ٬ كنټېنرو والا به بيا د كوم ارېنجمنټ له مخې بهر لاړ شي٬ دهرنا كوٶنكي به بيا اسمبلۍ ته راشي۔د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د طاهر القادري احتجاج د تبصرې كولو جوګه نه دې ٬ كنټېنرو والا به بيا د كوم ارېنجمنټ له مخې بهر لاړ شي ھغه هوا بدلولو لپاره پاكستان ته راغلې۔د يونې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران خان يو ځل بي د دهرنو سياست د لارې د قام د پرمختګ او سوكالۍ سفر اودرول غواړي۔