کوئټه 02 فروري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر د بےنظير انکم سپورټ پروګرام ډي جي ته احکامات جاري کولو سره وئيلي چې په سمدستي توګه په ټولو خالي چوكو تعيناتۍ وكړي او د بلوچستان غريب بےروزګار ځوانانو له دې حق وركړې شي۔ده ووئيل بلوچستان كښې د بےنظير انکم سپورټ پروګرام 203 خالي چوكو انکشاف د بےنظير انکم سپورټ پروګرام بلوچستان ډائريکټر جنرل ډاکټر جلال فيض د بلوچستان ګورنر شيخ …
د بےنظير انکم سپورټ پروګرام په ټولو خالي چوكو دې تعيناتۍ وكړې شي او د بلوچستان بےروزګار ځوانانو له دې حق وركړې شي۔د بلوچستان ګورنر
کوئټه 02 فروري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر د بےنظير انکم سپورټ پروګرام ډي جي ته احکامات جاري کولو سره وئيلي چې په سمدستي توګه په ټولو خالي چوكو تعيناتۍ وكړي او د بلوچستان غريب بےروزګار ځوانانو له دې حق وركړې شي۔ده ووئيل بلوچستان كښې د بےنظير انکم سپورټ پروګرام 203 خالي چوكو انکشاف د بےنظير انکم سپورټ پروګرام بلوچستان ډائريکټر جنرل ډاکټر جلال فيض د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر مندوخيل ته بريفنګ وركولو سره كړې،د بےنظير انکم سپورټ پروګرام بلوچستان ډي جي له مخې بےنظير انکم سپورټ پروګرام بلوچستان كښې منظور شوي 361 چوكۍ دي خو دا مهال 158 ملازمان محکمے كښې خذمات ترسره كوي، 203 چوكۍ خالي پرتې دي چې پكښې د اسسټنټ 99 نائب قاصد او چوکيدار 62 چوكۍ شامل دي۔











