د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی قلات كښې په عملياتو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړي

پېښور 01 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په قلات عملياتو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل 12 ترهه ګر خپل انجام ته رسونكو بهادرو ځوانانو ته سلام كوم، قلات كښې ریاستی رټ چیلنج کونكو له په زړه پورې ځواب وركولو ټول قوم د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د هېواد دښمنانو عزائم ناکامه كولو …

پېښور 01 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په قلات عملياتو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل 12 ترهه ګر خپل انجام ته رسونكو بهادرو ځوانانو ته سلام كوم، قلات كښې ریاستی رټ چیلنج کونكو له په زړه پورې ځواب وركولو ټول قوم د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دې۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل د هېواد دښمنانو عزائم ناکامه كولو كښې شهيد شويو بهادرو ځوانانو ته سلام كوم، قلات عملياتو كښې د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔