آئي سي سي ميرمنو انډر 19 ټي 20 ورلډ کپ فائنل به (سبا) د هند او جنوبي افريقې ترمينځه کوالالمپور كښې كېږي

کوالالمپور 01 فروري (اے پي پي) د آئي سي سي ميرمنو انډر 19 ټي 20 ورلډ کپ فائنل به (سبا) د اتوار په ورځ د هند او جنوبي افريقې ترمينځه کوالالمپور كښې كېږي۔ د ټورنامنټ وړومبي سيمي فائنل كښې جنوبي افريقې ميرمنو ډلي آسټريليا ميرمنو ډلي له او دويم سيمي فائنل كښې د هند ډلي د انګلينډ ډلي له ماتي وركولو سره فائنل ته رسيدلې دي۔ فائنل ميچ كښې د دواړو ډلو ترمينځه سخته مقابله متوقع ده۔