پېښور 31 جنوري(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د اطلاعات صلاحكار بيرسټر محمد علي سيف كرم ضلع كښې امن راوستو له د حكومت د عزم پخلے كړے٬ په كوهاټ كمشنر هاؤس كښې يوې لويې جرګې ته په خپله وينا كښې ده په دې خبره زور راوړو د كرم شخړه مذهبي يا فرقه وارانه نه بلكې د كركې او د دښمنۍ پېداوار ده ٬بيرسټر سيف په ټولو ډلو زور راوړو چې د …
د كرم شخړه مذهبي يا فرقئيزه نه بلكې د كركې او دښمنۍ پېداوار ده ۔د اطلاعات صلاحكار محمد علي سيف
پېښور 31 جنوري(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د اطلاعات صلاحكار بيرسټر محمد علي سيف كرم ضلع كښې امن راوستو له د حكومت د عزم پخلے كړے٬ په كوهاټ كمشنر هاؤس كښې يوې لويې جرګې ته په خپله وينا كښې ده په دې خبره زور راوړو د كرم شخړه مذهبي يا فرقه وارانه نه بلكې د كركې او د دښمنۍ پېداوار ده ٬بيرسټر سيف په ټولو ډلو زور راوړو چې د تشدد نتيجې تسليم كړې او دا وګڼې چې د مال او ځان د زيان ذمه واري د كوم بهرني قوت نه زمونږ خپل مينځ كښې د تقسيم ده ۔ده ووئيل جنګ او كركه عمر له تباهي راولي او حقيقي پرمختګ هغه وخت ممكن وي كله چې مونږ خپلو كښې يو شو۔ده ووئيل د دې مسئلې حل په دې كښې دے چې مونږ په خپلو كښې مينې ته وده وركړو٬په كومه ورځ چې مونږ د دښمنۍ په ځاے د امن انتخاب وكړو نو مونږ به د زيان له امله د تباه شوو سيمو بيا د رغونې حاجت محسوس نه كړو۔ده د حكومت د اړخه د امن لوظ نامې ذكر كولو سره ووئيل دا لوظ نامه د ځايې مشرانو او ډلو په مشاورت شوې۔ده په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې ځينې عناصر په سوشل مېډيا غلط اطلاعات او د نور تشدد د لارې د امن هڅو ته زيان رسول غواړي۔ده ووئيل حكومت خپل كردار ترسره كړے او مونږ په لوظ نامه عملدرآمد له لوظي يو خو كوټلي امن لپاره د اولس شركت او ذمه وارۍ ته هم اړتيا وي۔











