اسلام آباد 31 جنوري(اے پي پي)د پاكستان تائيكوانډو فيډرېشن ويمن ونګ صدرې صباﺀ شميم جدون وئېلي دي په هېواد كښې به د ايشين اوپن تائيكوانډو چيمپئن شپ څخه لوبو ته وده ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل ايشين اوپن تائيكوانډو چيمپئن شپ 14 نه تر 20 فروري اسلام آباد كښې كېږي د كومې تيارۍ چې روانې دي او د چيمپئن شپ كښې به د آسيا په كچه سړي او مېرمنې لوبغاړې برخه اخلي۔دې ووئيل د قامي ډلې لوبغاړو تربيتي كيمپ اسلام آباد كښې روان دے او لوبغاړي بشپړ محنت كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې صباﺀشميم جدون ووئيل پاكستاني لوبغاړې په نړيواله كچه بې شمېره ميډلز ترلاسه كړي او هيله ده چې دې ايشين چيمپئن شپ كښې به هم د ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔