
اسلام آباد ۔ 17 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې به اوس د دوه په ځائې درې اېډهاك الاؤنس ضم كولو سره 10 فيصد اضافه كولې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث راغونډولو په مهال ده ووئيل د سركاري ملازمينو تنخاګانو كښې د دې درې الاؤنسونو Merge کولو څخه وروستو به د سركاري ملازمينو تنخاګانو كښې اضافه تر 13 فیصد رسي۔ د پاك پوځ عسكرو ته وركړې كېدونكې مهم الاؤنس (Compensation in Lieu of Quarters) كوم چې د استوګنې نه ترلاسه كېدو به سوب وركړې كېدو هغه د څو كلونو څخه بند دے۔ دا الاؤنس د بېلو رېټونو ترمخه زياتولې شي۔ ده ووئيل حكومت ته دا احساس شته چی د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ غړو تنخاګانو او مراعاتو كښې ډېر لوئے تفاوت دے د دې بايد اصلاح وشي۔ ده ووئيل زه دې ايوان ته باور وركوم چې د مشر لارښود بېرته راتګ څخه وروستو به دا مسئله ضرو حل شي۔