صوبائي حکومت به د خبريالانو ښيګړې لپاره هر ممکن مرسته كوي۔د خېبر پښتونخوا د اطلاعات صلاحكار

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیرِاعلیٰ د اطلاعات لپاره صلاحكار بیرسټر ډاكټر سېف د ضلع لوئر چترال پرېس کلب نوو ټاكلے شوو عهدېدارو څخه سوګند واغست۔په دې موقع ده د صوبائی حکومت د دې عزم پخلے وكړے شو چې د آزاد او ښه صحافتی ماحول ودې ، د خبريالانو ښېګړې، پرمختګ او صحافتی معیار ښه كولو له به صوبائي حكومت هر ممکن مرسته كوي۔بیرسټر سېف هيله …

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیرِاعلیٰ د اطلاعات لپاره صلاحكار بیرسټر ډاكټر سېف د ضلع لوئر چترال پرېس کلب نوو ټاكلے شوو عهدېدارو څخه سوګند واغست۔په دې موقع ده د صوبائی حکومت د دې عزم پخلے وكړے شو چې د آزاد او ښه صحافتی ماحول ودې ، د خبريالانو ښېګړې، پرمختګ او صحافتی معیار ښه كولو له به صوبائي حكومت هر ممکن مرسته كوي۔بیرسټر سېف هيله څرګنده كړه چې د چترال صحافتی ورورولي به د خپلو ټولو صلاحیتونو په كارولو سماجی مسئلو په اړه خبرتيا پيدا كوي او پرمختيائي مقاصد ترلاسه كولو كښې به كردار ترسره كړي،ده د چترال د خبريالانو مثبت او عملی کردار وستائېلو چې ورسره ګډ ګورننس ته وده ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل صوبائی حکومت د اړخه د خبريالانو ښېګړې لپاره بېل شوے فنډ بايد په ښه ډول استعمال کړې شي دغسې چې د خبريالانو صحافتی معیار د جدید تقاضو سره سم كړې شي او د ميډيا سره د تعلق لرونكو كسانو د كار استعدادِ لا ښه كړې شي۔ دستوره كښې د خېبر پښتونخوا د اطلاعات سیکرټري ارشد خان او د اطلاعات ډائریکټر جنرل سلیم خان هم ګډون وكړو۔