د وېسټ انډيز او بنګله دېش ميرمنو ډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي ميچ به د زيارت په ورځ كيږي

جميکا 29 جنوري (اے پي پي) د وېسټ انډيز او بنګله دېش ميرمنو ډلو ترمينځه په درېو ټي ټونټي ميچونو د مشتمل سيريز دويم ميچ به (سبا) د زيارت په ورځ وارنر پارك، باسيټري، سېنټ کټس کښې كېږي۔ د وېسټ انډيز ميرمنو ته د بنګله دېش ميرمنو ډلې په ضد ټي ټونټي سيريز كښې د 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔د وېسټ انډيز ډلي د بنګله دېش ډلې ته په وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې په 8 وکټو سره ماتې وركړې وه ۔د بنګله دېش ډله دا مهال د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې د وېسټ انډيز ډلي په ضد درې ون ډے او د درېو ټي ټونټي کرکټ ميچونو سيريز کوي۔ د ون ډے سيريز شوے چې پكښې د وېسټ انډيز ميرمنو د بنګله دېش ميرمنو ډلې له په 1-2 ماتې وركړې وه دغسې د درېو ټي ټونټي ميچونو د سيريز يو ميچ شوے كوم كښې چې د وېسټ انډين ميرمنو ډلي كاميابي ترلاسه كړې وه۔د وېسټ انډيز ميرمنو ډله هيلي ميتھيوز ليډ کوي۔د دواړو ډلو ترمينځه درې ټي ټونټي ميچونو سيريز دويم ميچ به په 30 جنوري کيږي دغسې دريم او آخري ټي ټونټي ميچ به په 01 فروري کيږي۔