د بلوچستان په خاروه به د ترهه ګرو عزائم كله کامیابېدو له ورنكړو ، د امنيتي ځواكونو قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔ وزیراعلٰی میر سرفراز بګټي

کوئټه۔ 28 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د ضلع قلعه عبداللہ په ګلستان سيمه كښې د خوارج بريد په ناکامولو د امنيتي ځواكونو مړانې او پیشه ورہ پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د نهې په ورځ د جاري بيان تر مخه وزیراعلٰی ووئېل دا بريد د هېواد دښمنه عناصر يو بله هڅه ده كومه چې زمونږ بهادر پوځ ناکامه كړه او دا چې د …

کوئټه۔ 28 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د ضلع قلعه عبداللہ په ګلستان سيمه كښې د خوارج بريد په ناکامولو د امنيتي ځواكونو مړانې او پیشه ورہ پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د نهې په ورځ د جاري بيان تر مخه وزیراعلٰی ووئېل دا بريد د هېواد دښمنه عناصر يو بله هڅه ده كومه چې زمونږ بهادر پوځ ناکامه كړه او دا چې د پاکستان محافظ د كوم هم يرغل په زړه پورې ځواب وركولو صلاحیت لري ، وزیراعلیٰ د وطن دوو نرانو زامنو نائیک طاهر خان او د لانس نائیک طاهر اقبال عظیمې قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل دا دواړه شهيدان زمونږ د قام اتلان دي چا چې د خپلو ځانونو نذرانه په وركولو د هېواد او قام حفاظت وكړو ، ده ووئېل د دې مېړنو ځوانانو قربانۍ به ضائع نه ځي او د دوي كورنۍ به يوازې نه پړیښودلې كېږي ۔ میر سرفراز بګټي ووئېل حکومت د بلوچستان امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ به په پورا قوت سره كوو ۔ ده ووئېل د خوارج په خلاف روان آپریشنز به لا ګړندے كولې شي او دا عناصر به خپل کردار ته رسولې شي كوم چې د امن دښمنان دي، میر سرفراز بګټي د شهداء كورنيو سره د غم رازۍ په اظهار كښې ووئېل د دوي قربانۍ به عمر له یاد ساتلې شي او د دوي خدمات به په تاریخ كښې د سرو زور په ټكو لېكلې شي ۔