د فرورۍ له وړومبۍ څخه تر شپږمې نېټې کېدونکو امتحانات کښې 6 لكه زده كوؤنكي برخه اخلي:وفاق المدارس العربیه پاکستان

فیصل آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی)د وفاق المدارس العربیه پاکستان تر سيوري لاندې د فرورۍ له وړومبۍ څخه تر شپږمې نېټې په ټول هېواد کښې ترسره کېدونکو امتحانات کښې له شپږ لكه څخه زيات زده كوؤنكي هلكان او انجونې برخه اخلي٬ دې لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي۔ د مرکزي علما کونسل پاکستان چيئرمېن صاحبزادہ زاهد محمود قاسمي په جامع مسجد ګول کښې یوې دستورې ته په وینا کښې …

فیصل آباد ۔ 27 جنوری (اے پی پی)د وفاق المدارس العربیه پاکستان تر سيوري لاندې د فرورۍ له وړومبۍ څخه تر شپږمې نېټې په ټول هېواد کښې ترسره کېدونکو امتحانات کښې له شپږ لكه څخه زيات زده كوؤنكي هلكان او انجونې برخه اخلي٬ دې لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي۔ د مرکزي علما کونسل پاکستان چيئرمېن صاحبزادہ زاهد محمود قاسمي په جامع مسجد ګول کښې یوې دستورې ته په وینا کښې ووئیل د پنجاب وزیراعلی مریم نوازشریف د پنجاب د لویو تعلیمي ادارو دوره او د زده کوونکو لپاره سکالرشپ اعلانول د زده کوونکو د حوصلې لوړولو او د ستائیلو وړ عمل دے چې هر څومره يۍ تعریف وشي لږ دے خو دوئي بايد ديني مدرسې هم په سکالرشپ او لپ ټاپ سکیم کښې شاملې كړي۔ صاحبزادہ زاهد محمود قاسمي ووئیل ديني مدرسې د ټولنې یوه برخه ده چې تاریخ او خدمات یې په زرينو ټكو د ليكلو وړ دي۔ ده د پنجاب وزیراعلی څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې سمدلاسه د ديني مدرسو زده كوونكي هلكان او انجونې هم په اسكالرشپ ٬ لېپ ټاپ او نورو سكيمونو كښې شامل كړي ولې چې په ديني مدرسو كښې زده كړې ترلاسه كوونكي بشریت لپاره د لارښوونې یوه سرچینه ګرځي۔ ده ووئيل ديني مدرسو سره تړلي زده كوونكي هېواد سره مينه لرونكي دي او مدرسو تل اسلامي تعليمات ته ودې وركولو او په ټولنيزه اصلاح كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده زياته كړه چې ديني مدرسې نه يوازې دا چې اسلامي اقدار ژوندي ساتي بلكې د لكھونو په شمېر زده كوؤنكي هلكان او انجونې تربيه كوي له دې كبله د دې حوصلې زياتول ضروري دي۔