د قامي قرضې په اړه يوې مضبوطې ډلې غېر ذمه دارانه خبرې كړې دي۔ د خزانې وفاقي وزير

اسلام آباد ۔ 17 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي چې د قامي قرضې په اړه يوې مضبوطې ډلې غېر ذمه دارانه خبرې كړي دي۔ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ د بحث راغونډولو په مهال ده ووئيل 1947 څخه تر 30جون 1999 ټوله سركاري قرضه 2,946 ارب روپۍ وه كومه چې تر 31 مارچ 2008 زياتېدو سره 5,800 ارب روپو ته رسېدلې وه۔ د مشرف په دور كشې په قرضو كښې د 2,854 ارب روپو اضافه وشوه۔ د 2008-2013 په مهال قرضو حجم 14,318 ارب روپۍ ته رسېدلې ؤ۔ ېعني د تېر حكومت 5 كلنه موده كښې قرضه كښې د 8,518 ارب روپو اضافه شوې۔ دې سره سره 503 ارب روپۍ د برېښنا سرکلر ډېټ هم په فوري توګه ادا كول ؤ۔ يعني 5 كلنه موده كښې اضافه د 9000 ارب روپو څخه زياته وه۔ دا شان د 1999 او 2013 ترمينځھ 14 كلونو كښې د هېواد قرضه كښې مجموعي اضافه د 12,000 ارب روپو شوې د دې ځواب پخواني حكومتونه وركولې شي۔ ده ووئيل تر 31مارچ 2016 ټوله سركاري قرضه 19,168۔ ارب روپو ته ورسېده۔ په مجموعي توګه سركاري قرضه كښې یکم جولائی2013 څخه تر 31مارچ 2016 ټوله د 4,850 ارب روپو اضافه وشوه۔ زمونږ حكومت اولنو ه نيم كالو كښې ټوله د 15.23 ارب ډالر بهرنۍ قرضه اخستې په دې كښې 10 ارب ډالر د تېرو حكومتونو په قرضو كښې وركړې شول۔ دا شان په بهرنيو قرضو يواځې د 5.23 ارب ډالر اضافه وشوه۔ ده ووئيل فروری 2014 تر 16 جون 2016 د زر مبادله پنګې د 13.8 ترب ډالر اضافې سره 16.6 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت هر كال قرضه كښې د اضافې كچه كموي۔ مونږ قرضو څخه ترلاسه شوې وسائل قامي پرمختګ له كارولي۔ موجودہ حکومت په تېرو 3 كلونو كښې د پرمختيائي پروګرام بجټ 348 ارب روپو څخه زياتولو سره 800 ارب روپۍ كړې۔ د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام رقم مو 40 ارب روپو څخه زياتولو سره 117ارب روپۍ كړې۔ دې سره سره مونږ ضرب عضب عمليات پېل كړل۔ او د 3 كالو پروګرام ترمخه مو د امنيت په زياتولو ٬ د TDPs په مېلمستيا ٬ بېرته تګ او د ودانۍ په عمل ممو نزدې 240 ارب روپۍ مصر كړي دي۔ (وا/ګ ل/2217)