پیښور ۔ 27 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور په كوبه توب كښې د بېلا بېلو سياسي مشرانو مشاورتي غونډه وشوه ۔ د وزیراعلی كور پیښور خخه د جاري بيان تر مخه وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور مشاورتي اجلاس ته خطاب کښې ووئېل د مشاورتي غونډې كولو مقصد هېواد كښې د ترهه ګرۍ، فرقه واریت، لسانیات او صوبائیت په خلاف او د قانون بر لاسي لپاره …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی په كوربه توب كښې د سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو مشاورتي غونډه
پیښور ۔ 27 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور په كوبه توب كښې د بېلا بېلو سياسي مشرانو مشاورتي غونډه وشوه ۔ د وزیراعلی كور پیښور خخه د جاري بيان تر مخه وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور مشاورتي اجلاس ته خطاب کښې ووئېل د مشاورتي غونډې كولو مقصد هېواد كښې د ترهه ګرۍ، فرقه واریت، لسانیات او صوبائیت په خلاف او د قانون بر لاسي لپاره په قامي كچه جامع پالیسۍ جوړولو په لړ كښې مشاورت کول دي ، دا مشاورتي غونډه د باني چیئرمین پي ټي آئي په سپارښتنه رابللې شوې ۔ ده ووئېل زه د باني چیئرمین او د خپل اړخه د دې مشاورتی ناستې لپاره د ګډون كوونكو مننه كوم ۔ غونډه كښې د بېلو ګوندونو لارښودو او مشرانو په ګن شمېر ګدون دا خبره واضحه كوي چې مونږ قامي يو والي ته ډېر ضرورت لرو ۔ ده ووئېل د ماضي نا سمو پالیسیو په سبب دا صورتحال راپیښ دے۔ ده ووئېل نن مونږ سوچ ته ضرورت لرو چې مونږ به خپلو راروانو نسلونو كوم ډول وطن پرېږدو ۔ كه مونږ خپلو نسلونو ته يو ښه هېواد پړیښودل غواړو نو مونږ له به ترهه ګرۍ، فرقه واریت، لسانیت، لا قانونیت او نسلي تعصب په خلاف جامع پالیسۍ جوړولو سره په دغې عملدرآمد کول وي ۔ ده ووئېل په ماضي كښې په دې لړ كښې ډېرې هڅې شوي خو د هغې نتيجې رامخې ته نشوې۔ د ترهه ګرۍ خاتمه د اولس د مرستې نه غېر ممکن نه ده ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ د خاتمې په هلو ځلو كښې به اولس په اعتماد كښې اغستل وي ۔د فرقه واریت په خاتمه كښې د علماﺀ کرام کردار کلیدي او د اہمیت وړ دے ۔ ده ووئېل هېواد ته پیښ دا سنجیدہ مسائل حل كولو لپاره د قامي اتحاد سخت ضرورت دے ۔ده ووئېل نن چې هېواد ته د قانون د حکمرانۍ څومره ضرورت دے وړاندې كله نه ؤ، هېواد كښې چې د قانون حکمراني وي نو خلقو ته به د دوي حق تر لاسه كېږي ۔ ده ووئېل د قانون واكمنۍ نه غیر کوم هم ریاست وړاندې نشي تللے، مونږه له به د يو قام په توګه د خود مختارۍ او د هېواد استحکام لپاره يو كېدل وي ۔











