د اټاليا وزيراعظم جارجيا ميلوني په سرکاري دوره سعودي عرب ته ورسيد

رياض 26 جنوري (اے پي پي) د اټاليا وزيراعظم جارجيا ميلوني د سعودي عرب په سرکاري دوره جدے ته رسيدلې دے۔اېس پي اے له مخې د جدې په کنګ عبدالعزيز انټرنيشنل ايئرپورټ د مکه مکرمه نائب ګورنر شهزاده سعود بن مشعل بن عبدالعزيز د هغه هركلے وكړو۔په دې موقع اټاليا كښې د سعودي سفير شهزاده فيصل بن سطاام بن عبدالعزيز، د تجارت وزير ماجد القصبي، د جدې ميئر صالح بن علي الترکي، هېواد كښې د اټاليا سفير کارلو بالډوچي او نور عهديدار هم موجود وو۔د اټاليا وزيراعظم دا دوره د رواني مياشت په پېل د دواړو هېوېادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې مرستي ته ودي وركولو په يوه لوظنامه د لاس ليك نه پس كيږي چې پكښې د سعودي عرب څخه ګرين هائيډروجن اروپا له ممکنه وركول شامل دي۔