د سيفران او کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د پېښور اليکټرك سپلائي کمپنۍ مرکزي دفتر كښې غونډه

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د سيفران او کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د پېښور اليکټرك سپلائي کمپنۍ مرکزي دفتر كښې غونډه د خالي په ورځ وشوه چې پكښې د قومي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ د توان لپاره قائمه کمېټۍ غړي چيئرمېن ادرېس خان، چيف ايګزيکټو آفيسر پيسکو انجينئر اختر حميد خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پيسکو چيف ايګزيکټو …

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) د سيفران او کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير په مشرۍ كښې د پېښور اليکټرك سپلائي کمپنۍ مرکزي دفتر كښې غونډه د خالي په ورځ وشوه چې پكښې د قومي اسمبلۍ او قومي اسمبلۍ د توان لپاره قائمه کمېټۍ غړي چيئرمېن ادرېس خان، چيف ايګزيکټو آفيسر پيسکو انجينئر اختر حميد خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پيسکو چيف ايګزيکټو آفيسر انجينئر اختر حميد خان وفاقي وزير له صوبه كښې د بجلۍ لوډشيډنګ، مسئلو او ترقياتي منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول چې پيسکو كښې دا مهال 358 آفيسرز تعينات دي دغسې د آفيسرز 201 چوكۍ خالي دي۔دغسې پيسکو كښې د تعينات اهلکارو شميره 10025 ده دغسې 13802 چوكۍ خالي دي۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول چې په مجموعي توګه پيسکو كښې د 14003 آفيسرانو او اهلکارو چوكۍ خالي دي۔ده ته ووئيل شول چې پيسکو كښې د سټاف کمې دے د كوم پورا كولو ته چې اړتيا ده۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول چې د پيسکو سسټم لاسز كښې 4.5 اربه روپۍ كمي رامخې ته شوي دغسې پيسکو له په مجموعي توګه د 246 اربه روپو ريکوري کول دي د كوم لپاره چې اقدامات كوو۔