د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د يخې سيلۍ راج دے٬ په كوئټه ښار كښې درجه حرارت منفي 3 ډګړي سينټي ګريډ رېكارډ كړے شو

كوئټه ۔23 جنوري (اے پي پي) د كوئټه وادۍ پشمول د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د يخې سيلۍ راج دے او په كوئټه ښار كښې درجه حرارت منفي 3 سېنټي ګرېډ رېكارډ كړے شو۔د موسميات محكمې تر مخه نن د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم اوچ او سخت يخ ؤ ۔ د باران او واورې ورېدو نه پس د صوبې په پورته سيمې او قطبي سيمې د يخې …

كوئټه ۔23 جنوري (اے پي پي) د كوئټه وادۍ پشمول د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د يخې سيلۍ راج دے او په كوئټه ښار كښې درجه حرارت منفي 3 سېنټي ګرېډ رېكارډ كړے شو۔د موسميات محكمې تر مخه نن د صوبې په زياتره سيمو كښې موسم اوچ او سخت يخ ؤ ۔ د باران او واورې ورېدو نه پس د صوبې په پورته سيمې او قطبي سيمې د يخې سيلۍ په ولقه كښې وې۔ دغسې درجه حرارت د انجماد د نقطې نه لاندې راغلو او تر ټولو لږ درجه حرارت په قلات او كوئټه كښې منفي 3 سېنټي ګريډ رېكارډ كړے شو۔دغسې ګوادر 10 ٬ تربت 14 ٬ جيوني 9 ٬ او نوكنډي كښې د لږ نه لږ 2 ډګړي درجه حرارت پرېوتو۔د موسميات محكمې تر مخه په راروانو 24 ساعتو كښې د صوبې په زياتره سيمو كښې د باران امكان نشته او دغسې كوئټه ٬ قلات ٬ قلعه سيف الله ٬ چمن ٬ پشين٬ او زيارت كښې به درجه حرارت منفي كښې رېكارډ كولې شي۔