د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاړا چنار طوري او بنګش قبيلو استازو وليدل

پېښور 22 جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي سره د پاړا چنار كرم ضلعې څخه د طوري او بنګش قام د استازو پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د انجمن حسينيه پاړا چنار د كرم ضلعې سېكرټري جنرل جلال حسين طوري په مشرۍ كښې پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر د كرم ضلع موجوده حالات نه خبر كړه۔پلاوي د درېو مياشتو څخه مركزي لاره بندېدو څخه …

پېښور 22 جنوری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كڼډي سره د پاړا چنار كرم ضلعې څخه د طوري او بنګش قام د استازو پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د انجمن حسينيه پاړا چنار د كرم ضلعې سېكرټري جنرل جلال حسين طوري په مشرۍ كښې پلاوي د خېبرپښتونخوا ګورنر د كرم ضلع موجوده حالات نه خبر كړه۔پلاوي د درېو مياشتو څخه مركزي لاره بندېدو څخه د بشري بحران٬ د داروګانو كمي او د خوراك څيزونو كمي پشمول نورو اولسي ستونزو نه خبر كړو۔پلاوي د ځپلو مرستې له د شهيدانو كورنيو او ژوبل شوو ته د مرستې پیكج وركولو لپاره د خواست وكړو۔پلاوي د خوراك څيزونو د قافلې لوټ كولو كښې د 5 اربه روپو زيان او دا بريد انسانيت دښمنه جرم وګرځولو ۔په ملاقات كښې كرم كښې د خوارجو په ضد شوے آپرېشن په حقيقي معنو كښې منطقي انجام ته رسول پكار دي۔پلاوي د كرم ضلع اوسنو افسوس ناكو پیښو او اولسي مسئلې په هر فورم رامخې ته كولو او د دې حل لپاره په سنجيده هڅو د ګورنر مننه وكړه۔په ملاقات كښې د خېبرپښتونخو ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل په لوظ نامه د لاس ليك نه پس كرم كښې حالات نه نارمل كېدل د افسوس خبره ده ٬د كرم ضلعې وګړي پاكستاني دي٬هلته د ناوړه حالات څخه ټول قام پريشانه دے٬ ده ووئېل سيمه كښی امن او امان لپاره د ځايې مشرانو او اكابرينو او د ځوانانو مثبت كردار ته ضرورت دے٬د كرمې خلق مېلمه دوسته او د رياست وفادار دي۔ده ووئيل په سيمه ايزه ٬صوبائي او د هېواد په كچه د امن دښمنانو له به په ګډه ماتې وركول وي۔