ټولې بهرتۍ دې په ميرټ وكړی شي٬حق دار ته خپل حق ترلاسه كېدل پكار دي۔د بلوچستان وزيراعلٰی

كوئټه 20جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د ګل په ورځ د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد خان دراني ملاقات كړے۔راحيله حميد خان دراني د بلوچستان وزيراعلٰی د "سردار بهادر خان ويمن يونيورسټي"له مخې د استاذانو بهرتۍ په اړه د پېشرفت نه خبر كړو۔د تعليم وزير ووئيل "د ايس بي كے"له مخې د بهرتۍ عمل په وروستي پړاؤ كښې دے٬د بهرتي به د 2019 پالېسۍ …

كوئټه 20جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د ګل په ورځ د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد خان دراني ملاقات كړے۔راحيله حميد خان دراني د بلوچستان وزيراعلٰی د “سردار بهادر خان ويمن يونيورسټي”له مخې د استاذانو بهرتۍ په اړه د پېشرفت نه خبر كړو۔د تعليم وزير ووئيل “د ايس بي كے”له مخې د بهرتۍ عمل په وروستي پړاؤ كښې دے٬د بهرتي به د 2019 پالېسۍ له مخې په ميرټ باوري كولې شي٬راتلونكې يو نيمې نه تر دوو اونيو كښې به پراسس بشپړ شي۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د بلوچستان د تعليم وزيرې ته هدايت وكړو چې ټولې بهرتۍ په ميرټ وكړئ ٬حق دار ته خپل حق ترلاسه كېدل پكار دي٬د بهرتۍ عمل دې ډېر زر بشپړ او د استاذانو كمے لرې كړے شي٬ ده ووئېل ټولې تعليمي ادارې فعاله ليدل غواړو