کوئټه 19 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د ژوب په سمبازي سيمه كښې د خوارجو دراندازۍ په شنډولو د پاکستان بهادر امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ ځوانانو يو ځل بيا د خپلي پيشه وره پوهي سره د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي او 5 خوارج ئې وژلو سره ثابته كړي …
د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي په ژوب كښې د امنيتي ځواكونو په کامیاب کارروائۍ د اطمینان څرګندونه وكړه
کوئټه 19 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د ژوب په سمبازي سيمه كښې د خوارجو دراندازۍ په شنډولو د پاکستان بهادر امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د اتوار په ورځ جاري شوې خپل يو بيان كښې ده ووئيل زمونږ ځوانانو يو ځل بيا د خپلي پيشه وره پوهي سره د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي او 5 خوارج ئې وژلو سره ثابته كړي چې د پاکستان په خاوره د ترهه ګرۍ لپاره هيڅ ځائې نشته۔ وزیر اعلیٰ ووئيل د بلوچستان حکومت او اولس د خپلو ځوانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دې او د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به دا هلي ځلي رواني وي۔د پاکستان پولي محفوظ دي او زمونږ ځواك د هر ډول چیلنج مقابله كولو لپاره چمتو دې۔











