پېښور 18 جنوري (اے پي پي) د سيفران او كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام ليډي ريډنګ روغتون (ايل آر ايچ) كشې تيره ورځ د شانګله پورن ټوا سيمه كښې د پوليس په پوسته بريد كښې د ژوبل شوې هيډ كانسټيبل محمد سليمان تپوس پوښتنه وكړه۔ده د ژوبل اهلكار حوصلے او جرات ته پيرزوئنې وړاندې كولو …
وفاقي وزير انجينئراميرمقام ايل آر ايچ كښې د ژوبل هيډ كانسټيبل محمد سليمان نپوس پوښتنه وكړه٬په هنګامي بنيادونو د درملني كولو سپارښتنه
پېښور 18 جنوري (اے پي پي) د سيفران او كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجينئر امير مقام ليډي ريډنګ روغتون (ايل آر ايچ) كشې تيره ورځ د شانګله پورن ټوا سيمه كښې د پوليس په پوسته بريد كښې د ژوبل شوې هيډ كانسټيبل محمد سليمان تپوس پوښتنه وكړه۔ده د ژوبل اهلكار حوصلے او جرات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د خپل اړخه د مالي مرستي او او د هغه زر روغتيا له دعا وكړه۔په دې موقع د روغتون چارواكو وفاقي وزير ا نجينئر امير مقام له تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير د روغتون انتظاميې له د هر ډول درملني په هنګامي بنيادونو سپارښتنه وكړه۔انجينئراميرمقام ووئيل خېبر پښتونخوا پوليس پشمول د ټول سكيورټي فورسز ځوانانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،د هېواد او قوم امن و سلامتيا لپاره ټول سيكورټي فورسز او د ايجنسيز جذبے ته سلام كوم۔په دې موقع د مسلم ډاكټرز فورم صوبائي صدر ډاكټر عمر رحمان او نور هم موجود وو۔











