ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پرائیویټ چارټرډ یونیورسټیز فورم خیبر پختونخوا پلاوي ملاقات

پېښور ۔ 14 جنوري (اے پي پي) د ګورنر خیبر پښتونخوا فیصل کریم کنډي سره د پرائیویټ چارټرډ یونیورسټیز فورم خیبر پښتونخوا نمائندہ پلاوي په ګورنر هاوس كښې ملاقات وکړو ۔د ګورنر هاوس پیښور چارواكو د اړخه جاري بيان تر مخه ډاکټر محمد عمران اللہ په مشرۍ كښې پلاوي كښې د اقراء، اباسین، پرسټن،سیکاس، سټي ، ناردرن، قرطبه او د سرحد یونیورسټيز د تعلیم بوهاند شامل وو ۔پلاوي ګورنر د …

پېښور ۔ 14 جنوري (اے پي پي) د ګورنر خیبر پښتونخوا فیصل کریم کنډي سره د پرائیویټ چارټرډ یونیورسټیز فورم خیبر پښتونخوا نمائندہ پلاوي په ګورنر هاوس كښې ملاقات وکړو ۔د ګورنر هاوس پیښور چارواكو د اړخه جاري بيان تر مخه ډاکټر محمد عمران اللہ په مشرۍ كښې پلاوي كښې د اقراء، اباسین، پرسټن،سیکاس، سټي ، ناردرن، قرطبه او د سرحد یونیورسټيز د تعلیم بوهاند شامل وو ۔پلاوي ګورنر د فورم د سېوري لاندې د اعلٰی تعلیم ودې له د خدمات نه خبر كړو ۔ پلاوي د پرائیویټ یونیورسټیز فورم په حکومتي كچه د تعلیم ودې له د مرستې په تګلاره او د فریم ورک په ضرورت زور راوړو ۔ پلاوي ګورنر له د فورم تر سېوري لاندې د اسټوډنټس او فیکلټۍ د تعلیمي استعداد زياتولو په اړه مختلف تجاویز هم وركړل ۔ملاقات كښې ګورنر ووئېل د خیبر پښتونخوا پبلک سیکټرز یونیورسټۍ د شدید مالي او انتظامي مسائلو سره مخ دي ، پبلک سیکټرز پوهنتونونو ته د صوبائي حکومت د اړخه د ګرانټ نه تر لاسه كېدو به سبب د اعلٰی تعلیم نظام ځپلے كېږي ۔ده ووئېل د اسټوډنټس تعلیم ځپلے كېدل نه دي پكار ځكه چې ځوان نسل زمونږ سباون دے ، ده ووئېل په معیاري تعلیم وركولو كښې د نجي اعلٰی تعلیمې ادارو خدمات د ستائنې جوګه دي ۔