کيف 14 جنوري (اے پي پي) د المان دفاع وزير بورس پسټوريئس په غير اعلانيه دوره د يوکرين پايه تخت کيف ته رسيدلے دے۔ شنهوا له مخې د يوکرين ځائې ميډيا آؤټ ليټ يوکرائنسکا پراودا د المان دفاع وزير په اړه ووئيل زما د دې دورې څخه دا څرګندول دة چې مونږ د يوکرين فعاله ملاتړ له لوظي يو۔ ميډيا رپورټس له مخې د المان دفاع وزارت د دې دورې تصديق کړے۔ رپورټ له مخې د دورې په مهال به د المان دفاع وزير د يوكرين لپاره د المان په لا پوځي ملاتړ د خبرو كولو توقع ده۔د المان وفاقي حکومت شميرې له مخې تر دسمبر 2024 المان يوکرين له نزدې 28 بليونه يورو ( 28.72 بليونه ډالره) پوځي مرسته وركړي يا ئې د دې لوظ كړے دے۔