لاس اېنجلس۔13جنوری(اے پی پی) د امريكائي ايالت کېلېفورنیا د لاس اېنجلس ښار په ځنګلو لګېدلے اور په يو ساعت كښې د 80 كلوميټره په رفتار سره د چلېدونكو تندو هواګانو له امله نورو سيمو ته رسېدلے۔ د هواګانو رفتار په يو ساعت كښې 112 كلوميټر ته د رسېدو پېشګويۍ سره د اور نورو سيمو ته د خپرېدو خطره هم رامخې ته شوې۔ اے اېف پي د امريكا د نېشنل وېدر سروس د موسميات كارپوهه شوئن فيلډ تر مخه ووئيل د سيلۍ د لاسه حالات په ډرامائي توګه خرابېدو پلو روان دي۔ د ځائي چارواكو له مخې د لاس اینجلس په ځنګلو په لګېدلي اور قابو موندلو له فائر فائټر، ګاډي او نورو آلات ښار ته رسولې شي۔ د نيويارك ټائمز رپورټ له مخې د اور د لاسه د مړو شمېره 24 ته رسېدلې او په دوو لويو سيمو كښې په دې قابو موندلو كښې زياتې ستونزې رامخې ته شوي دي