پيرس۔6 جنوري (اے پي بي) فرانس وئېلي دي د سوريه سباون كوم غېر ملكي طاقت له قابو كول نه دے پكار٬ د العربيه اردو تر مخه دا خبره د فرانسوي خارجه وزير ژان نول باروټ د سوريه دورې او د نوو چارواكو سره د ملاقات نه دوه ورځې پس د نجي ريډيو سره مركه كښی وكړه۔ ده ووئېل سوريه په قدرتي توګه مرستې ته ضرورت لري خو د دې لپاره ضروري ده چې هلته كوم غېر ملكي طاقت رانشي ٬ د سوريه سبباون هم د سوريه وګړو دے۔ د ده وېنا وه عبوري اتهارټي او د سول سوساِټې استازو او د كومو ټولنو سره چې مونږ ليدلي د هغوي د اړخه د خود مختارۍ هدف درست دے ۔ واضحه دې وي چې فراسنوي خارجه وزير د خپل جرمن هم منصب اينا لينا بيئر بوك سره د جمعې په ورځ د سوريه دوره وكړه او د نوې انتظاميې لارښود احمد الشرع سره يې ملاقات كړے ؤ۔