د اولني خليفه ابوبكر صديق د وفات ورځ د شورو په ورځ ولمانځلے شوه

لاهور۔25دسمبر(اے پی پی) د اولني خليفه ٬ امیر المومنین سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رض) د وفات ورځ د شورو په ورځ په 22 جمادی الثانی ٬ 25 دسمبر د صوبائي سرښار لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې عقيدت او احترام سره ولمانځلے شوه۔ په دې لړ كښې د بېلو مذهبي جماعتونو او تنظيمونه ترسيوري لاندې په ګرد هېواد كښې جلسې ٬ سيمينارونه او نورې دستورې وشوې په كومو كښې چې د حضرت ابوبكر صديق (رض) په فضائلو ٬ مناقبو ٬ سيرت٬ كردار او كارنامو رڼا اچولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په دې موقعه هېواد كښې بېل تنظيمونه د صحابه كرامو د مدحې جلوسونو اهتمام هم وكړو۔ دغسے په دې ورځ په ورځپاڼو كښې د خصوصي اشاعت او په رېډيو ٬ ټي وي او د ابلاغ په نورو ذريعو د خصوصي پروګرامونو وړاندې كولو اهتمام هم وكړے شو