د نېشنل ويمنز ون ډے کپ فائنل به (سبا) كېږي

پينډۍ 21 دسمبر (اے پي پي) د نېشنل ويمنز ون ډے کپ فائنل به (سبا)د اتوار په ورځ کانکرز او سټارز ترمينځه د پيندۍ په کرکټ اسټيډيم كښې كېږي۔دواړه ډلو په ټورنامنټ كښې د ښه کارکردګۍ په سوب په پوائنټس ټيبل په ترتيب سره وړومبې او دويم پوزيشن ترلاسه كړې او فائنل ته رسيدلې دي۔ کانکرز ډلي مشري فاطمه ثناء کوي دغسې د سټارز ډلي مشري سدره امين كوي۔دا خبره دې ياده وي چې کانکرز په ټورنامنټ كښې 8 ميچونه كولو سره 12 پوائنټس سره وړومبې او سټارز 8 ميچونه كولو سره 10 پوائنټس سره دويم پوزيشن ترلاسه كړې، د دواړو ډلو ترمينځه فائنل ميچ به سبا د اتوار په ورځ كېږي۔