پیښور٬د سټي ډويژن ايس پي د پوليو مخ نيوي كمپائن د امنيت انتظامات جاج اغستو له د ښار دوره وكړه

پیښور 18دسمبر(اے پی پی)د سټي ډويژن پېښور اېس پي خالد خان د پوليو مخ نيوي كمپائن په لړ كښې د پوليو ډلو او د ښار امنيت انتظامات جاج اغستو په اړه د ښار دوره كړې۔په دې موقع ده د بېل بي ايچ يوز كښې د پوليو وركرز سره د ملاقات په مهال د امنيت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ده د پوليس افسرانو د پوليو ډلو امنيت په اړه ضروري هدايات هم جاري كړل۔ده پوليس اهلكارو ته د وظيفې ترسره كولو په مهال د موبائل فونز نه كارولو او د چمتو پاتې كېدو هدايت وكړو