اولس سره كړې لوظونه پاللو كښې مو كوم كمې نه دې كړې۔ په څلور كاله كښې مو خپله حلقه كښې ريكارډ كارونه كړي

اسلام آباد ۔ یکم جنوری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سائره افضل تارړ وئيلي د كال 2013ﺀ په ټاكنو كښې مو چې اولس سره كوم لوظونه كړي د هغې پاللو كښې مو كوم كمې نه دې كړې۔ په تېرو څلور كلونو كښې مو خپله حلقه كښې ريكارډ كارونه كړي دي۔ دا خبره دې د حافظ آباد بېلو كلو ډېره اوډاں ٬ دھنوئے ډوګراں او کلاں كښې د ګاز رسنې پرانستې په مهال وكړه۔ دې ووئيل موجوده حكومت اولس ته د اسانيو په وركولو باور لري۔ دې ووئيل څومره پرمختيائي كارونه چې زمونږ دور كښې شوي دي وړاندې نه دي شوې۔ دې ووئيل د كال 2018ء لمر د مسلم ليګ (ن) د كاميابو زېري راوړلو سره راختلې۔ دې ووئيل مونږ عملي كارونه كړي۔ مونږ په لوډشېډنګ قابو موندلې۔ په معاشي توګه هېواد مضبوطېږي۔ مسلم ليګ ن د اولس خوښ ګوند دے او كه لوئے څښتن ته منظور وي د كال 2018ﺀ په ټول ټاكنو كښې به مسلم ليګ ن لوئے اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ دې د خپلې حلقې په اولس زور راوړلو سره ووئيل لكه څنګه مو چې وړاندې مخالفيننو ته ماتې وركړې د كال 2018ﺀ ټاكنو كښې به هم تاسو د نواز شريف ملګرتيا كوۍ او پاكستان به مضبوط جوړوۍ