اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د مسلم ليګ(ق)سناتور مشاهد حسېن سيد وئېلي دي دفاع او خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ شريكه غونډه رابلل مهمه پريكړه وه٬شريكې غونډې سره د پاكستان امنيتي چارو پھ اړه په زړه پورې وضعه معلومولو له مرسته ترلاسه شوې۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د دفاع قائمه كمېټۍ او خارجه چارو قائمه كمېټۍ شريكې غونډې راپور وړاندې كولو نه پس سناتور مشاهد حسېن سيد سېنېټ ته ووئيل د دواړو قائمه كمېټو غونډه رابلل يوه مهمه پرېكړه وه چې پكښې د پاكستان د امنيتي صورتحال او په بلوچستان كښې د ملا منصور د وژنې د چارې جاج اخستې شوې۔ده ووئيل بايد دا ډول غونډې سباؤن كښې هم راوبللې شي