بیجنګ 27 نومبر (اے پي پي) د چائنا میډیا ګروپ په کوربتوب كښې د چائنا انټرنیشنل ټیلي ویژن کارپوریشن او چھونګ چھنګ میونسپل پارټی کمېټۍ د تشهیر څانګي په همكارۍ د بیلټ اینډ روډ میډیا کمیونټی سمټ فورم 2024 د چین چھونګ چھنګ ښار كښې وشو۔د شورو په ورځ د چین میډیا ګروپ له مخې فورم كښې د پاکستان پشمول د 30 هېوادونو او سيمو څخه د اړوندو څانګو 160 نمائندګانو ،پوهانو او اسکالرانو ګډون وكړو۔ فورم كښې ووئيل شول د ریښمو لاره نه يواځي د مرستي او سوكالۍ بلكه د تهذیب او ملګرتيا لاره هم ده۔ د میډیا مرستې زياتولو ، د ریښمو قيصه بيانولو او نړيوالو تبادلو ته ودي وركولو له يو پلیټ فارم وركوي۔تر اوسه بیلټ اینډ روډ میډیا کمیونټی غړو كښې د 64 هېوادونو او سيمو 148 مین اسټریم میډیا او نورې ادارې شاملې شوې دي۔