ابو ظهبي۔27 نومب(اے پي پي) د متحده عرب امارات نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان د امرېكې خپل هم منصب انتوني بلنكن سره په تېلې فون تماس نيولے او په اوسني سيمه ايز پېشرفت په خاص توګه د غزه او لبنان په وضعه يې خبرې اترې كړې دي۔ د اردو نيوز تر مخه تېره ورځ دواړو خارجه وزيرانو جنګ بندۍ ته رسېدو لپاره د سياسي او سفارتي هلو ځلو جاج واغست ٬ د كومو مقصد چې په سيمه كښې د پوخ استحكام او سلامتيا لپاره د هلو ځلو مرسته كول دي۔ هغوي غزه كښې د بشري خواخوږۍ په اړه د ڼړيوالې ورورولۍ د هلو ځلو ٬ د سوډان په وضعه او د دغې په انساني اثرت هم خبرې وكړې۔ اماراتي خارجه وزير د مالدوزا وګړي زوي كو ګان په وژنه كښې ككړ درې مشتبه كسان په رېكارډ وخت كښې د ګرفتارۍ څخه هم خپل هم منصب خبر كړو۔