افغان حكومت دې خبريالانو ته تحفظ وركړي٬د ميډيا آزادۍ دې باوري كړی شي۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 27 نومبر(اے پی پی)ملګرو ملتونو افغان حكومت څخه د خبريالانو او مېډيا كاركنانو ته د تحفظ وركولو غوښتنې كولو سره وئېلي دي افغان حكومت دې دا خبره باوري كړي چې ميډيا آؤټ ليټس په آزاده توګه بغېر د كوم بنديز يا سنسر شپ افغانستان كښې كار وكړي۔افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن(يو اين اے ايم اے)او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر افغانستان كښې د ميډيا آزادۍ په سر خط جاري شريك رپورټ كښې د اګست 2021 نه ستمبر 2024 ترمينځه افغانستان كښې خبريالانو٬ميډيا وركرز او آؤټ ليټس ته په ورمخې ته شوو چېلنجونو رڼا واچوله۔په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن مشر روزا اوتن بائیزا ووئېل چې كوم هم هېواد لپاره آزاد پرېس يو انتخاب نه بلكې يو ضرورت دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې د ميډيا څانګې لپاره تكنيكي او مالي مرسته دغسې د اظهار آزادۍ او د اولسي مباحثې اهميت له ملاتړ د هېواد پرمختګ لپاره مهم دے۔افغانستان كښې د ميډيا آزادۍ عنوان څخه رپورټ كښې د تشدد او ناروا سلوك 130 پیښو سره د خوښې ګرفتاري او د حراست 256 پیښو خاكې وړاندې كړې شوي ۔يو اين هيډكواټر كښې د هرې ورځ په بنياد ميډيا بريفنګ په مهال نائب وياند فرحان عزيز حق ووئېل مېرمنې خبريالانې او ميډيا وركرز د خاص امتيازي اقدامات سره مخ كېږي كوم چې د هغوي د كار كولو صلاحيت محدود كوي۔په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن مشر روزا اوتن بائيزا ووئېل چې كوم هم هېواد لپاره آزاد پرېس يو انتخاب نه بلكې يو ضرورت دے۔ده ووئيل په افغانستان كښې د ميډيا څانګې لپاره تكنيكي او مالي مرسته او دغسې د اظهار آزادۍ او د اولسي مباحثې اهميت له ملاتړ د هېواد پرمختګ لپاره مهم دے۔