په غزه كښې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د مړو شميره زياتيدو سره 44 زره 235 ته ورسيده ٬ 100 زره ژوبل

غزہ۔26 نومبر(اے پی پی) په غزہ كښې د اسرائیلی بريدونو په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 44 زره 235 ته رسېدلې ده۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له مخې د غزه د روغتيا وزارت وئيلي دي چې په غزه كښې 13 مياشتو څخه د روان اسرائيلي جارحيت په مهال تر دې دمه 44 زره څخه زيات كسان شهيدان شوي او 1 لك 4 زره 638 ژوبل شوي دي۔ د اسرائيلي بريدونو له امله غزه په كھنډراتو كښې بدله شوې ده د كومې 22 لكه آبادي چې دا مهال بدترينو ستونزو سره مخ ژوند كوي۔ اسرائيلي ځواكونو بمبارۍ څخه وروستو په غزه كښې ځمكيزه كارروائي هم كړې په كومه كښې چې د زرګونو په شمېر كوچنيان او مېرمنې شهيدانې شوې۔