
ملګري ملتونه ۔25 نومبر(اے پي پي) په نړۍ كښې په هر 10 دقيقو كښې يوه مېرمن د خپل نزدې ملګري ٬ كورنۍ يا د نورو كسانو په لاس وژلې كيږي٬ په نړيواله كچه په كال 2023 كښې 85,000 مېرمنې او انجونې ووژلې شوي ٬ 60 فیصده مېرمنې د نزدې ملګري يا د كورنۍ د خلثو په لاس وژلې كيږي۔ په 25 نومبر د مېرمنو په ضد د تشدد ختمولو نړيوالې ورځ په موقعه د ملګرو ملتونو د دوو ادارو یو اېن وومن او منشيات او جرمونو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یو اېن او ډي سي ) لخوا په جوړو كړو دوو راپورونو”فیمیسائیدز اِن 2023/فیملی ممبرز فیمیسائیډ” كښې د وړاندې كړو شمېرو څخه دا څرګنديږي چې په نړيواله كچه په كال 2023 كښې 85,000 مېرمنې او انجونې ووژلې شوې۔ د ملګرو ملتونو د منشيات او جرمونو دفتر وئيلي دي په نړيواله كچه د كال 2023 په مهال د نزدې 51 زره 100 مېرمنو او انجونو د مرګ ذمه وار نزدي ملګرے يا د كورنۍ كوم وګړے ؤ۔ د ملګرو ملتونو له مخې دا شمېره كال 2022 كښې 48 زره 800 وه او تېر كال په دې كښې زياتوالے رامخې ته شوے۔ د ملګرو ملتونو دواړو ادارو په دې خبره زور راوړے چې هر ځاے مېرمنې او انجونې په صنفي بنياد تشدد سره مخ كيږي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي د ملګرو او د خپلې كورنۍ په لاس زياتره مېرمنې په افريقه كښې ووژلې شوي۔ دې څخه وروستو دا ډول زياتې پېښې په امريكا او اوشيانا كښې رامخې ته كيږي۔ په اروپا او امريكا كښې په كورني تشدد كښې د وژلے كېدونكو زياتره مېرمنو تناسب پله پسې 64 او 58 فیصد دے۔ دواړو ادارو وئيلي دي په وخت او فعاله مداخلت كولو سره د مېرمنو په ضد د روان تشدد مخنيوې كېدے شي