میکسیکو،بار كښې په ډزو كولو 6 كسان ووژل شول

میکسیکو سټي ۔25نومبر (اے پي پي ) د میکسیکو په تباسکو ايالت كښې په بار دننه وسله والو په ډزو كولو 6 كسان ووژل او نزدې يو درجن ژوبل شول ۔ د شنهوا تر مخه د ايالت اټارني جنرل دفتر ډپټي پراسیکیوټر ګلبرټو میلکیډیس مرانډا تېره ورځ پریس کانفرنس كښې ووئېل د ډزو له امله 5 كسان په موقع مړه شوي او يو كس وروستو په روغتون كښې ساه وركړه ۔ ډپټي پراسیکیوټر ووئېل د ابتدائي رپورټس نه ښكاري چې وسله واله ډله د ايالت دارالحکومت ولاهرموسا كښې د يو كس په لټون كښې نائټ کلب ته داخله شوه او هلته په شته خلقو يې ډزې وكړې۔