کابل ۔25نومبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د يو مسافر ګاډي درياب ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان په حق رسېدلي دي۔ د شنهوار له مخې د اطلاعاتو او كلتور صوبائي څانګې خپل يو بيان كښې وئيلي چې د قطبي افغانستان په بدخشان ولايت كښې د يو مسافر ګاډي كوكچا درياب ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې لږ تر لږ 6 كسان مړه شوي دي۔ دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ګاډې سرښار فيض آباد ته روان ؤ۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې ځائي كسانو د پېښې ځاے ته رسېدو سره درياب څخه د مړو راويستلو هڅې پېل كړې دي۔