برازیل ، د بس ژورې كندې ته د پريوتو پيښه ٬ 17 كسان مړه ٬ 20 ټپيان

اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی) په برازيل كښې د يو بس ژورې كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 17 كسان مړه او 20 څخه زيات ټپيان شوي دي۔ د شنهوا له مخې ځائي چارواكو وئيلي چې د برازيل الاګواس رياست ته 40 مسافر وړونكے بس د يونيا ډوس پالمارس ميونسپلټي غرئيزه سيمه كښې بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې 17 كسان مړه او 20 څخه زيات ټپيان شول۔ حكومت ځپليو كورنيو سره د بشپړه مرستې عزم څرګندولو سره هېواد كښې د درې ورځو سوګ اعلان كړے دے۔ د پېښې علت معلومولو له پلټنې روانې دي۔