تبوک۔24نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان په تبوک ښار کښې ځايي وګړي ممدوح ابو فرا د اعدام په سزا عملدرآمد څخه څو دقيقې وړاندې د خپل ورور وژونكے معاف كړو۔ د اېس پي اے له مخې په تبوك كښې ممدوح ابو فرا ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې ما له خپلې مور څخه وغوښتل چې هغه زما د ورور قاتل وبخښي ٬ هغه په وروستو لحظو كښې معاف كولو ته رضا شوه۔ ده ووئيل د تبوك ګورنر شهزاده فهد بن سلطان د ورور د قاتل په معاف كولو ماته د ملاقات بلنه راكولو سره زما مننه وكړه۔ ده وئيل د ورور د وژونكي معاف كولو څخه وروستو چې زما كوم احساسات وو هغه بيانولې نه شم۔