د تركيې اولس مشر د روسيې د قومي ورځې په موقع اولس مشر ولادي مير پيوټن ته مباركي وركړه

انقره 15 جون (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن ته د روسيې د قومي ورځې په موقع د مباركې خط ليكلې دے۔ د المانې مېډيا له مخې تېر كال په نومبر كښې د تركيې لخوا د روسيې د جنګي الوتكې راغورځولو نه پس دا وړومبې رابطھ ده۔ د روسيې د حكومت وياند دمتري پېسكوف د تركيې د اولس مشر د خط تصديق كړے۔ پھ دې خط كښې د تركيې اولس مشر هيله څرګنده كړې چې بايد د دواړو هېوادونو اړيكې د پخوا پشان بحال شي۔ د خبر له مخې ترك وزيراعظم بن علي يلدرم هم د روسيې وزيراعظم ته د روسيې د قومي ورځې د مباركې خط لېږلې