پاكستان د مورګن سټينلے په فهرست كښې بيا شامل شوې٬د درې كلونو خوارۍ سره خپل مقام مو بېرته ترلاسه كړو٬ په بهرنۍ سرمايه كارۍ به مثبت آغېز پريوځي

اسلام آباد15 جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان كښې د مورګن سټينلے په فهرست كښې بيا شامل شوې٬د درې كلونو خوارۍ سره خپل مقام مو بېرته ترلاسه كړو٬په بهرنۍ سرمايه كارۍ به مثبت آغېز پريوځي۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پھ مهال د خزانې وزير اسحاق ډار ووئيل 2008 كښې پاكستان د مورګن سټينلے فهرست څخه خارج كړی شوې وو٬مونږ دري كلونه خواري وكړه۔تېر كال د ټولو سټاك اېكسچنجو ادغام بشپړ شو او رولز جوړ كړې شو٬پاكستان له تېره شپه دوه بجې د امريكې وخت ترمخه د ماښام پنځه بجې د مورګن سټينلے ركنيت وركړی شوې۔درې كاله خوارۍ سره د لويې څښتن په فضل مونږ خپل مقام بېرته ترلاسه كړو