آكلېنډ 27 دسمبر (اے پي پي) آئي سي سي انډر 19 ورلډ كپ به د جنورې په 13مه نېټه په نيوزي لېنډ كښې پېل كېږي۔ په دې مېګا ايونټ كښې به 16 لوبډلې برخه اخلي۔ كومې چې په څلورو ډلو وېشلې شوې دي۔ په ډله ډي كښې د پاكستان٬ افغانستان٬ آئرلېنډ٬ سري لنكا لوبډلې شاملې دي۔ د دې ټورنامنټ فائنل به د فرورې په 3مه نېټه كېږي۔