
اسلام آباد ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي نړۍ كښې وړاندې تللو او د خپلو مسئلو حل له په دھرنو نه په سياسي او معاشي استحكام ’’اے پی سی‘‘ ته اړتيا ده۔ ننې دور د معاشي نظرياتو او معيشت كښې شرح نمو كښې د مقابلې دور دے۔ نړۍ كښې هغه قامونه مخ په وړاندې ځي كوم چې مقابله كښې ټېكنالوجي په غوره ډول كاروي۔ پاكستان په نړۍ كښې د انټرنېټ د لارې فري لانسنګ خذمات وركوؤنكې څلورم لوئے هېواد جوړ شوے۔ په څلور نيم كاله كښې د پرمختيائي منصوبو دوباره جاج اخستلو او د غوره منصوبه بندۍ سره مو 660 اربه روپۍ بچ كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ پي سي ون آټو مېشن سسټم پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د منصوبې ترمخه د كومې هم منصوبې پي سي ون آن لائن كولې شي۔ په راتلونكو وختونو كښې به د منصوبه بندۍ وزارت كاركردګي او د كار استعداد لا ښه شي۔ ده ووئيل په علم اډانه معيشت لپاره د ټېكنالوجۍ ترلاسه كول د وخت مهمه غوښتنه ده۔ وفاقي وزير ووئيل پي سي ون خودكار جوړول يو تاريخي سنګ ميل دے۔ ده ووئيل پی سی ون آټومېشن د معيشت ډيجيټل جوړولو له د حکومت د عزم ثبوت دے۔ حكومت د خپلو وعدو او منشور په رڼا كښې ديجيټل پاكستان جوړولو له پرله پسې ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل څو كال وړاندې كله چې ډيجيټل پاكستان لپاره لېپ ټاپ اسكيم جاري كړې شو نو خلكو ډول ډول خبرې كولې۔ نن لېپ ټاپ اسكيم او ډيجيټل پاكستان له د پورته كړې شويو ګامونو په نتيجه كښې پاكستان نړۍ كښې د انټرنېټ د لارې فري لانسنګ خذمات وركوؤنكې څلورم لوئې هېواد جوړ شوے۔ ده ووئيل حكومت ای آر پی، کلاؤډ ډېټا، بګ ډېټا او يو لاك ځوانانو ته د آئي ټي تربيه وركولو له يو ارب څخه د زياتو روپو فنډ بېل كړے۔