د قائداعظم علمي استعداد د هغه مخالفين زېر كړي و٬ بايد د هغه لارښوونكي اصول د لارې مشال كړے شي٬ د اسلاميه كالج پشان تاريخي درسګاه ته په راتګ خوشحاله شوے يم٬ د 25 دسمبر ورځ ټولې كركې٬ ګروه بندې او فرقې له مېنځه وړلو سره په اتفاق٬ اتحاد او مينه او محبت په ګډه د اوسېدو پېغام وركوي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په پېښور كښې د قائد ورځې دستورې ته وېنا

پېښور 25 دسمبر ( اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د هېواد پرمختګ لپاره يوازې ډګرې ويشل كافي نه دي٬ د تعليم وده ضروري ده٬ د پرمختيائي پروژو افاديت په خپل ځائ خو ريښتېنې پرمختګ تعليمي پرمختګ سره تړون لري٬ حكومت تعليمي پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كوي٬ د قائداعظم علمي استعداد د هغه مخالفين زېر كړي و٬ بايد د هغه لارښوونكي اصول د لارې مشال كړے شي٬ د اسلاميه كالج پشان تاريخي درسګاه ته په راتګ خوشحاله شوے يم٬ د 25 دسمبر ورځ ټولې كركې٬ ګروه بندې او فرقې له مېنځه وړلو سره په اتفاق٬ اتحاد او مينه او محبت په ګډه د اوسېدو پېغام وركوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پېښور په اسلاميه كالج پوهنتون كښې د قائد ورځې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په حقيقي معنٰي په ګړندې توګه د پرمختګ په لار روانولو لپاره د تعليم څانګې ته د پام كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د پوهنتونونو او كالجونو د پروفېسرانو او لېكچررانو ذمه واري ده چې هغوي د درس او تدريس په لړ كښې معيار ته اوليت او اهميت وركړي او حكومتي وسائل د معياري تعليم ودې لپاره په كار راولي٬ د ښوونكو په نګرانې كښې د زده كوونكو حېثيت د قومي امانت پشان وي او بايد دوي دا امانت قوم ته په ښه انداز كښې ورستون كړي۔ ده ووئيل چې په زده كوونكو هم لازم ده چې هغوي د تعليم په مهال خپل وخت په درست انداز كښې خپل ځان د علم او نظم و ضبط په زېور برابرولو او نور صلاحيتونه ښكاره كولو لپاره په كار راولي چې دغسې د تعليم ترسره كولو نه پس دوي په ښه ډول د معاشرتي او قومي ذمه وار ترسره كولو جوګه وي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پرمختيائي پروژو افاديت په خپل ځائ خو ريښتېنې پرمختګ تعليمي پرمختګ سره تړون لري خو له بده مرغه زمونږ په هېواد كښې ووټونه د تعليمي ادارو د خرڅ په بنياد نه بلكې د سړكونو٬ لارو كوڅو جوړولو په بنياد وركولې شي۔ ځكه خو حكومتونه د سړكونو وغېره جوړولو لپاره كلنې پنځه پنځه٬ شپږ شپږ سوره اربه روپې په بجټ كښې بېلوي او تعليم لپاره يوازې د 100 اربه روپو بجټ وي۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومتونه ځي راځي خو پاكستان به په تعليم توجو كولو سره بدلېږي۔ ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح قوم لپاره چې كوم اصول ټاكلي دي٬ كه هغه په هره څانګه كښې عملي كړې شي نو ستونزې له مېنځه تللې شي ٬ خو د هغه اصول خپلولو لپاره هم تعليم بنيادي شرط دے۔ ده ووئيل چې ترڅو پاكستان لپاره د قائداعظم د هڅو تعلق دے٬ هغه د پوځ او وسلو په مرسته كاميابي نه ده ترلاسه كړې٬ بلكې د هغه تر ټولو لويه وسله د هغه علمي استعداد و٬ د هغه علمي قابليت د پاكستان د جوړېدو په ضد قوتونه زېر كړل او هغه د خپل مقصد په ترلاسه كولو كښې بريالې شو۔ وزيراعظم ووئيل چې كه هر څو د تعليم څانګه د صوبائي حكومتونو په دائره كښې راغلې خو وفاقي حكومت په خپله د تعليم پرمختګ لپاره وسيلې كاروي۔ ده ووئيل چې د هرې ضلعې په كچه د پوهنتونونو جوړولو د پرېكړې پشمول تعليمي پرمختګ لپاره شوي بېلا بېل اقدامات د ستائنې وړ دي او د لوړو زدكړو څانګې پرمختګ لپاره په خاص توګه د وفاقي وزير احسن اقبال او د هغه د ملګرو هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم د تعليم ودې لپاره د اسلاميه كالج پوهنتون د كردار ستائنه هم وكړه او وې وئيل چې خوشحاله شوم چې په دې درسګاه كښې د زده كوونكو شمېره 11000 ته رسېدلې چې پكښې 40 فيصده زده كوونكې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اسلاميه كالج تاريخي درسګاه سره قائداعظم ډېره مينه لرله او د تحريك پاكستان په مهال د دې درسګاه زده كوونكو د قائد په حكم د پاكستان پېغام په خپرولو كښې ځانګړې كردار ترسره كړے و۔ وزيراعظم د خپلې وېنا په مهال مسيحي وروڼو ته د كرسمس مباركي وركړه او وې وئيل چې نننۍ ورځ ټولې كركې٬ ګروه بندې او فرقې له مېنځه وړلو سره په اتفاق٬ اتحاد او مينه او محبت په ګډه د اوسېدو پېغام وركوي۔